د ولسي تړون ملي پروګرام پرتله د ملي دسترخوان پروژې جغرافیایي پوښښ

 

ملي دسترخوان پروګرام به د هېواد نېږدې دوه پر درېیمه برخه او ولسي تړون ملي  پروګرام به نورې پاتې سیمې تر خپل پوښښ لاندې راولي. په دې ځای کې له ټولنو یا Communities څخه موخه د ټولنې پرمختیایي شوراګانو او ګذر شوراګانو ترکیب دی چې پروژې به په کې پلې کېږي. 
  1.  ملي دسترخوان پروګرام به د ولسي تړون ملي پروګرام او بشري مرستو ټولنې په همغږۍ  هڅه وکړي چې ټول هېواد ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
  2.   ولسي تړون ملي پروګرام په ۱۲۳ ولسوالیو، د ۱۹ ولایتونو په مرکزونو او په قسمي ډول په څلورو لویو ښارونو (هرات، مزار شریف، کندهار او جلال آباد) کې فعالیت کوي چې د ا ټکل له مخې یې ۱.۸ میلیونه ګټه اخیستونکې کورنۍ تر پوښښ لاندې دي.
  3.     ملي دسترخوان پروګرام به ټولې سیمي تر خپل پوښښ لاندې راولي چې ۲۳۴ هغه ولسوالۍ په کې شاملې دي چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې نه دي او همدارنګه ۱۹ لوی او عُمده ښارونه به هم تر خپل پوښښ لاندې ولري. د دې پروګرام په دویم پړاو کې به د ۱۹ ولایتونو  مرکزونه له دې مرستو برخمن شي چې په څلورو لویو ښارونو او کابل کې به د کورنیو توازن ته پام سره ټولټال ۳.۳ میلیونه کورنۍ له دې مرستو برخمنې شي.
په پای کې به د ملي دسترخوان پروژه په هغو سیمو کې چې لاسرسي ورته سخت دی (HTR)  او ډېرې ناامنه دي له مرستندویو همکارانو ( د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د ماشومانو د ملاتړ
اداره (یونیسیف)) سره  په دې سیمو کې د مرستو د رسولو شته هڅې همغږې کړي چې اټکل کېږي ۵۷۵۰۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.