د ملي دسترخوان په هکله:

د ملي دسترخوان پروګرام د د حکومت یو پروګرام دی چې د ۴.۱ مېلیون کورنیو سره چې ورځنی عاید یې ۲ امریکایي دالره او یا له دې نه هم کم په لاس را وړي له دغه پروګرام څخه به ګټه پورته کړي او په هیواده نی کچه به ۹۰ سلنه خلک تر خپل پوښښ لاندې را ولي COVID-19 Relief Effort for Afghan Communities and Households Project  څرنګه چې د ملي د سترخوان پروژه د هېواد په کچه ۲.۹ مېلیون کورنۍ تر پوښښ لاندې را ولي  چې د ( COVID-19 Relief Efforts ) کوید ۱۹ ناروغۍ په پار د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې به ووېشل شي.
د ملي دسترخوان پروژه د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د کابل ښاروالۍ له لوري پلې کېږي. په دغه پروژه کې د کلیو پراختیایي شوراګانو ته د مرستندویه توکو پیسې ورکول کېږي چې یادې شوراګانې د خپل کلي اړو کورنیو ته خوراکي توکي پیري. دوی به دغه خوراکي توکي د سیمه ایزو سوداګرو څخه پیري ترڅو د دوی تجارت وده وکړي چې دا خبره به د دولت سره مرسته و کړي ترڅو د کليوالي شوراګانو له لوري چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې کار کوي له دوی سره د هیواد په کچه د کوید ۱۹ ناروغی په کورنیو کې را ټیټه کړي.
د ملي  دسترخوان په هکله د لا ډیرومالوماتو د تر لاسه کولو لپاره د دغه پروګرام د ارزونې لاندې سند ته مراجعه و کړئ.

د مرستندویه کڅوړو وېش د کوید ۱۹ مرستو تر سیوري لاندې ( COVID-19 Relief Efforts ) او د ولسي تړون ملي پروګرام:

 

د مرستندویه کڅوړو وېش د کوید ۱۹ مرستو تر سیوري لاندې ( COVID-19 Relief Efforts ) او د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندي د ۱۲۰۰۰ کليوالي پراختیایي شوراګانو او ۸۵۰ سیمو په ښارونو  کې د فرعي بودجې د نغدي وجهې پروګرام له لوري د ټولنیز ګډون لپاره تر سره کېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کليوالي سیمو تر پوښښ لاندې را وستل:
د مرستندویه کڅوړو وېش په کلیو کې د پراختیایي شوراګانو د ولسي تړون ملي پروګرام د زیانمنونکې برخې د څانګې په مرسته تر سره کېږي. د زیان منونکو پراختیایي فرعې کمېټې، ځوانان، ملایان، ښوونکي او د کلي پراختیایي شوراګانې د مرستندویه توکو په وېش کې مرسته کوي، د کلي مشران چې عمر یې له ۵۵ کلونو ډیر نه وي د دغه پروسې په پلي کېدو کې ګډون لري، ټولنیز کار کوونکې د لاندې ټکو په پار له کلیو څخه دری یا څلور ځله لیدنه کوي.
الف- د مرستندویه توکو د وېش موخې او د وېش پروسه
ب – د کلې په هکله د مالوماتو نوي کول، د کوید ۱۹ په هکله د اړینو پیغامونو بیا ارزونه له حکومت سره ( کېدای شي د پیغامونو د لېږد لپاره د لوډ سپیکرو څخه ګټه واخیستل شي) د هغه خلکو پېژندل چې د مرستندویه توکو مستحق ندي، د مرستندویه توکو د برابرولو لپاره د غوښتنلیک برابرول او د هغوی لیږل د ولایت په کچه د ولسي تړون ملي پروګرام ته تر څو د هغې منظوري تر لاسه شي.
ج – د مرستندویه کڅوړو د وېش پلان جوړونه د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره؛
د – د ټولو حساسو جنسیتي ( جندر)  لاروچارو او کړنو په پام کې نیول، لکه څنګه چې د ملي دسترخوان د وېش په پروسه کې په پام کې نیول شوي دي او
هـ – په وېش څارنه کول.
 
د سیمه ییزو خپلواکې ادارې لخوا د ښاري سیمو تر پوښښ لاندې راوستل:
په ښارونو کې هم پراختیایې سیمه ییزې شوراګانې اصلي پلي کوونکې دي، خو دلته د زیانمنوکو پراختیایې کمېټې شتون نلري، نو د ځوانانو فرعي شوراګانې به په بیلابیلو کړنو کې په ځانګړي ډول د کور په کور وېش کې مرسته و کړي. ملایان او د ناحیو چارواکې هم پکې ګډون لري او که چیرته امکان ولري نو په غونډو کې به هم ګډون و کړي.
 
د مرستندویه کڅوړو د وېش په هکله د لا ډیرو مالوماتو لپاره د افغانستان د ولسي تړون ملي پروګرام  له لوري هیله ده چې د سند د ارزونې لاندې لینک ته مراجعه و کړئ: