شکایتونو ته د رسېدو په هکله د عمومي مالوماتو میکانیزم:

د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون ملي پروګرام د شکایتونو د شته میکانیزم سیسټم څخه ګټه اخلي، کوم چې د کلي په کچه/ شورا ګانې د کلستر په کچه، ولسوالۍ / ناحیې، ولایتی / د ښاروالۍ په کچه ، او د مرکز په کچه /  په مرکزونو کې شتون لري. په ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې ندي راغلي، د ملي پیوستون پروګرام د شکایتونو کمیټه به فعاله شي. د ملي دسترخوان پروګرام ګټه اخیستونکي او نور شریکان کولای شي د شکایتونو ترلاسه کولو لپاره خپل چینلونه وکاروي او خپل شکایتونه ثبت کړي او د شکایتونو د حل کولو لپاره بیلابیل سیسټمونه وکاروي.

د شکایتونو د حل د میکانیزم کليدي موخې:

د شکایتونو د حل د میکانیزم کليدي موخې په لاندې ډول دي:
  • د پروژې لخوا اغیزمنو شویو لورو او د هغوی شکایتونو ته په مناسب او وخت سره ځواب ویل.
  • د پروژې په تصمیم نیولو او پلي کولو کې د روڼتیا او حساب ورکونې تضمین.
  • د پروژې د ښه پلي کېدو په موخه ستونزو او مسائلو ته چې د متآثره شوو خلکو لخوا په ګوته شوېدي ځواب ورکول.
  • په راتلونکې کې د احتمالي شکایتونو مخنیوی یا کموالی.
شکایتونو ته د رسېدو د حل میکانیزم مهم اصول:
د شکایتونو د حل میکانیزم چې د ملي دسترخوان پروګرام په مؤثریت او ګټورتوب پورې اړه لري هر ډول شکایتونه ، نظریې، څیړنې او وړاندیزونه مني. د دې لپاره چې په پروسه کې روڼتیا تضمین شي او د شکایت پروسې په جریان کې، د د دغه ملي پروګرام ټول ښکیل اړخونه په ځانګړي توګه شکایت کوونکي به د شکایتونو پروسې او د هغې پایله په وخت سره مطرح شي. محرمیت د عدالت یوه مهمه برخه ده، او د شکایت کوونکي پیژندنې او شخصي معلومات یوازې د هغو کسانو لپاره ښکاره کیږي چې د شکایت په حل کولو کې شامل دي.
ښاریان کولای شي د لاندې برخو په کارولو سره پرته له کوم محدودیت څخه د ملي دسترخوان د هرې برخې پر وړاندې شکایت وکړي:
  • د شکایتونو صندوق: د شکایتونو دغه صندقونه په ښکاره ډول په کلیو، ولسوالیو، په ولایتي ادارو او په کابل کې به په وزارت کې اېښودل کېږي.
  • مخامخ وړاندې کول: شکایت کوونکي کولای شي چې مخامخ د شکایتونو کمېټوته خپل شکایتونه ورکړي.
  • تیلفون: شکایت کوونکی کولای شي چې خپل شکایتونه 3330 تیلفون شمارې څخه و کړي.
  • تیلفوني پیغام: شکایت کوونکی کولای شي چې خپل شکایت د تیلفوني پیغام له لارې ټاکل شوې شمېرې ته ور ولېږي.
  • عریضه: شکایت کوونکی کولای شي چې خپله عرض پاڼه نیغ په نیغه د شکایتونو د رسېدو کمېټو ته وړاندې کړي( د کلي د څارنې ګډه کمېټه/ شکایتونو ته رسېدنه د کلي په کچه/ د کلي د کلستر پراختیایي شورا/د ګذر شورا، د ولسي تړون ملي پرو ګرام د ولسوالیو د مدیریتي کمېټې، د ولایتونو په کچه د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمېټې، د ښار په کچه د ښاروالۍ د ولسي تړون مدیریتي کمېټې)
  • برښنا لیک: هغه شکایت کوونکي چې انترنیت ته لاس رسی ولري، کیدای شي چې د لاندې برېښنا لیک له له لاري  چې په بروشورونو کې لیکل شوي دي خپل شکایتونه  را واستوي.  برای روستا و برای شهر ها
  •  Shekayat.ccap@ccnpp.org
  • Complains.KMDP@outlook.com

    REACH.MRRDgrievance@ccnpp.org

 ویبسایت( انترنېتي سایتونه): د ولسي تړون ملي پرو ګرام په انترنیټي سایت کې یوه انترنیتي پاڼه شتون لري چې شکایت کوونکی کولای شي خپل شکایتونه په دغه پاڼه کې ولیکي.
بې نومه شکایتونه (نامالوم):
د شکایتونو د حل میکانیزم دا تضمینوي چې دا د ټولو شکایت کوونکو شکایتونه (ناپیژندل شوي یا پیژندل شوي) د دوی د نوعیت، اندازې او پیچلتیا په پام کې نیولو پرته له همدې امله، ترلاسه شوي ټول شکایتونه، نظرونه او وړاندیزونه ثبت او پروسس کیږي. په ورته وخت کې د نامالوم شکایت کوونکي لپاره تقریبا ناشونې ده، که څه هم شکایت کوونکی به وکولای شي بدلونونه وپیژني که چیرې شکایتونه سم حل شي.
د کار لپاره نیټه / معیارونه: 
ټول شکایتونه، د هغوی د ډول او اندازې په پام کې نیولو پرته په پام کې نیول کېږي، او د سمون ګامونه باید په ۱۰ ورځو کې د کلي او کلستر پراختیا شورا په کچه او ۲۶ ورځو کې د ولسوالۍ، په ولایتي او مرکزي کچو کې ترسره شي. ټولې ممکنې هڅې به ژر تر ژره د پروسې بشپړولو لپاره ترسره شي او پایله به د بریښنالیک، تیلیفون او نورو لارو له شکایت کوونکي سره شریکه شي.
د شکایت تعقیب: 
د ولسي تړون ملي پروګرام د شکایتونو میکانیزم ډاډ ورکوي چې د هر شکایت لپاره د ډیټابیس سیسټم لخوا د پیژندنې شمیره (ID) ټاکل کېږي، ترڅو په  بېلابېلو پړاوونو کې (راجسټریشن، ټاکنه / راجع کول، تر سره شوی عمل / پایله، تر سره کول/ تایید کول) تر څو د دې نیټې سره په آسانۍ تعقیب شي. دا د پیژندنې شمیره شکایت کوونکی ته ورکول کیږي که چیرې هغه غواړي د شکایتونو د څانګې د استازو له لارې د ولسوالۍ / ناحیو ، ولایت اومرکز په کچه د شکایتونو د ډیټابیس سیسټم له لارې شکایتونو ته لاسرسی ولري.

د۳۳۳۰ شمېرې له لارې شکایتونو ته رسېدنه اونیزه راپور