ملی درسترخوان

د ولسي تړون ملي پروګرام ښاري څانګې په کندهار ښار کې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ۶۳،۹۸۴ بې وزله کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل

په کندهار ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې له لوري په ۳۰۰ د ټولنې پرمخیایي شوراګانو کې په ۶۳،۹۸۴ بې وزله او ډېرو بې وزله کورنیو باندې د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې؛ چې دا کڅوړې د څلور زره افغانیو په ارزښت د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ورکول کېږي؛ په دې کڅوړو کې ۴۴ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ کیلو ګرامه وریجې، ۱۰ کیلو ګرامه غوړي، د 6 تر 9 کیلو ګرامه لوبیا یا نخود او 12 دانې صابونونه شامل دي.

همدارنګه، د کندهار ښار په ۹ ناحیو کې ولسي تړون ملي پروګرام ۳۰۰ د ټولنې پرمختیايي شوراګانې جوړې کړي چې د ملي دسترخوان پروګرام له لوري د دې ناحیو په ۶۳،۹۸۴ کورنیو باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوې. په ورته وخت کې، په یادو ناحیو کې ۵۴۲۸ کورنۍ چې د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د پروګرام مسؤلین هڅه کوي چې په نږدې ورځو کې یادو کورنیو ته هم د خوراکي توکو مرسته ورسوي.

سربېره پر دې، د کندهار ښار له ۱۴ ناحیو څخه په ۶، ۵، ۱۳ او ۱۵ مه ناحیو کې ځینې هغه برخې چې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې تر پوښښ لاندې نه دي راغلي د پروګرام لخوا د کورنیو سروې او د ګذرونو منظمولو چارې روانې دي؛ څو په نږدې راتلونکې کې د یادو ناحیو بې وزله کورنیو ته هم د خوراکي توکو کڅوړې ووېشي.

د یادولو وړ ده چې ملي دسترخوان پروګرام په دوه پړاوونو کې ترسره کېږي. په لومړي پړاو کې د ۴۰۰۰ افغانیو په ازرښت هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو کڅوړې وېشي او لا هم بهیر لري؛ همدارنګه، په دوهم پړاو کې د ۴۰۰۰ افغانيو په ارزښت نغدې پیسې او یا بیا هم د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو کڅوړې به هرې بې وزله کورنیو ته وېشل کېږي.

په پای کې، د سیمې د شوراګانو غړي او کلیوال د پروګرام له پیل کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د دولت لخوا د یاد پروګرام د چارو د عملي کولو څخه مننه وکړه چې پکښې غریبو او ډېرو غربیو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې کڅوړې ووېشلې او لا هم بهیر لري؛ چې په ورته وخت کې، ولسونو د دولت څخه د مننې ترڅنګ د دې ډول پروګرامونو او ورسره خلکو ته د کارموندنې د پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.

  • Complain

    Grievance Mechanism